د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخي د افغانستان امريکايي پوهنتون ۲۰۸ تنو ښځينه محصلانو برېښناليکونه تر لاسه کړي، چي ورته ويل سوې دي، چي د امريکا د نړۍوالي پراختيايي اداري (USAID) د مالي مرستو د نه موجوديت له امله ئې بورسونه لغوه کيږي.
دغه افغان ښځينه محصلان چي په حضوري او د افغانستان څخه په انلاين ډول اوس مهال په افغانستان امريکايي پوهنتون کي زده کړي ترسره کوي اوس د يو نامعلوم برخليک سره مخامخ دي.
په ورته وخت کي د دغو بورسونو تنظیمونکو د امریکا د نړۍوالې پراختیا له ادارې غوښتي چي خپل ملاتړ ته دي لږ تر لږه د روان سمستر تر پایه ادامه ورکړي.