د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ځیني هوکړه لیکونه لاسلیک سوه

د افغانستان اسلامي امارت او ازبکستان ترمنځ د لاسلیک سویو هوکړه لیکونو له جملې څخه پنځه یې د کانونو په برخه کي دي چي ټولیز ارزښت یې ۱.۱۵ میلیارده ډالرو ته رسيږي.

د ریاست ‌الوزرا اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخي؛ د روان مالي کال د زمري په ۲۷مه، د ازبکستان د لومړي وزیر په مشرۍ راغلي لوړرتبه پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره په بېلابېلو برخو کي د ۲.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت ۳۵ هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

ټاکل سوې ده یادي پروژې د هيواد په شمال او شمال ختیځو ولایتونو او همدا رنګه زابل او بامیانو کي پلي سي.