د افغانستان او تاجکستان تر منځ د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۲۳ میلیونو ډالرو په ارزښت د سوادګریزو مالونو راکړه ورکړه ترسره سوې ده

د افغانستان او تاجکستان تر منځ د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۲۳ میلیونو ډالرو په ارزښت د سوادګریزو مالونو راکړه ورکړه ترسره سوې ده.

د تاجکستان ګمرکي اداره وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري مخ پر پراخېدو ده.

مسوولین وایي، د روان کال په لومړیو شپږ میاشتو کې له تاجکستانه د ۴۲،۴ میلیونو ډالرو په ارزښت توکې افغانستان، او د ۳،۴ میلیونو ډالرو په ارزښت توکې له افغانستانه تاجکستان ته صادر سوي دي. د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده ویلي، د روان کال په لومړیو ۷ میاشتو کې د افغانستان او تاجکستان سوداګریزه راکړه ورکړه ۳۰ میلیونو ډالرو ته رسېدلې ده