د افغانستان او جنوبي افريقا د یو ورځنیو لوبو لړۍ به سبا د سپټمبر ۱۸مه پیل سي

په پام کي ده چي د افغانستان او جنوبي افريقا د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ سبا د سپټمبر ۱۸مه پیل سي.

په‌دې لوبلړۍ کي چي کوربه یې افغانستان دی د دواړو لوبډلو ترمنځ ۳ یو ورځنۍ لوبي پلان سوي دي.

لومړۍ لوبه سبا د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کي د کابل په وخت د مازیګر په څلور نیمي بجې په پام کي ده.

دوهمه لوبه به د جمعې په ورځ او درېیمه لوبه به د یک‌شنبې په ورځ ترسره سي.

دا د افغانستان او جنوبي افریقا د ځواکمني لوبډلي ترمنځ لومړنۍ دوه اړخیزه لوبلړۍ ده.