د نوي مهالوېش له مخي به شلاوریزي سیالۍ د ډیسمبر میاشتي ۱۱مه او یو ورځنۍ سیالۍ به د همدې میاشتي ۱۷مه نېټه پیل سي.
په داسې حال کي، چي له دې وړاندي د شل اوریزو سیالیو د پیل نېټه د ډیسمبر میاشتي ۹مه او د یو ورځنیو سیالیو بیا د همدې میاشتي ۱۵مه نېټه ټاکل سوې وه.
اوسمهال په زیات شمېر افغان ملي لوبغاړي په لس اوره لیګ کي په لوبو بوخت دي.
افغان کرکټ ملي لوبډلي تر دې وړاندي له بنګله دیش سره د یو ورځنیو لوبو لړۍ درلوده چي هغه یې ۲-۱ وګټله.