د افغانستان او سويلي افريقا ترمنځ لومړۍ لوبه پیل سوې

د افغانستان او سوېلي افریقا تر منځ د دریو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ لومړۍ لوبي پچه یا ټاس د سوېلي افریقا لوبډلمشر وګټی او لومړی یې د توپوهني پرېکړه وکړه.

وړاندې تر دې د افغانستان کرېکټ يو ورځينو لوبو لوبډلمشر حشمت الله شهيدي ویلي وه، که څه هم سياله لوبډله ډېره پياوړې ده خو افغان لوبغاړي هم پوره چمتو دي او خپل تمرينات يې کړي دي.

د افغانستان او سوېلي افريقا تر منځ د دريو يو ورځنيو سياليو لوبلړۍ د افغانستان په کوربتوب د متحده عرب امارتو په شارجه کي نن چهارشنبه پیل سوه.

دا لومړی ځل دی چي جنوبي افريقا له افغانستان سره د کرېکټ لوبلړۍ ترسره کوي.