د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ د ټېسټ لوبي لومړۍ ورځ پرته له لوبي کولو پای ته ورسېده

د افغانستان او نیوزیلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یوازینۍ ټېسټ لوبي لومړۍ ورځ پرته له لوبي کولو پای ته ورسېده.

د افغان کرکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ، د تیري شپې اورښتونو لوبغالی ډېر زیات لوند کړی وو، چي د نن ورځي تر پایه پوري د لوبي جوګه نه‌سو.

په پلان کي وه چي دغه ټېسټ سیالي نن دوشنبه د کابل پر وخت سهار ۹:۳۰ بجې پیل سي.

د هندوستان د ګریټر نویډا په لوبغالي کي تېره شپه شدید اورښت لوبغالی لوند کړی وو، چي لوبڅارانو نن د کابل پر وخت د مازیګر تر ۴:۳۰ بجو پوري د لوبي پیل ته انتظار وکړ، خو د لوبغالي د لوندوالي له امله یې لومړۍ ورځ ختمه اعلان کړه.

د ویلو ده چي دغه ټېسټ لوبه به د سپټمبر میاشتي تر ۱۳مي نېټې دوام لري.