د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو د اوږدمهاله بندښت له امله پاکستاني صادرونکو ته د شاوخوا ۴.۵ میلیارد ډالرو احتمالي زیان اوښتی دئ.
د پاکستان د پرمختیايي اقتصاد انسټیټیوټ وايي، د دواړو هیوادونو سوداګري په ۲۰۲۵ کال کي ۲۸ سلنه کمه سوې او ۱.۷۷ میلیارد ډالرو ته راټیټه سوې ده.
راپور زیاتوي، د لارو تړل کېدو له امله هره میاشت د پاکستان صادرات شاوخوا ۱۷۷ میلیونه ډالر زیان ویني او زرګونه کانټینرونه له ځنډ سره مخ دي.
د ياد انسټیټیوټ په وینا، که دغه وضعیت دوام وکړي، د دواړو هیوادونو پر سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو به اوږدمهاله منفي اغېز وکړي.