د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخي، د ط..البانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي به په نږدې راتلونکي کښي د پاکستان د دولت په بلنه اسلام اباد ته سفر وکړي.
په راپور کښي ویل سوي، چي د متقي د سفر نېټه اوسمهال د نهایي کېدو په حال کښي ده او دا به یو درې ورځنی سفر وي. د دې سفر په ترڅ کښي به د دواړو هيوادونو ترمنځ پر دوه اړخیزو مسایلو او موضوعاتو بحثونه وسي.
تر اوسه د ط..البانو د حکومت له خوا د دې سفر په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويل سوي.