د افغانستان بانک د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره ۱۵میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک اعلان کړی، چي د افغانۍ د ارزښت ساتلو او ثبات په موخه به د شنبې په ورځ ۱۵ میلیونه ډالره لیلام کړي.
د افغانستان بانک له ټولو مستحقو بانکونو څخه غوښتي چي په دې داوطلبۍ کي برخه واخلي او د داوطلبۍ ګټونکي باید د ورځي تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
تېره شنبه هم مرکزي بانک ۱۷ میلیونو ډالرو لیلام کړل او تر دې وړاندي د افغانستان بانک د افغانیو د ارزښت ساتلو او ثبات په موخه لسګونه میلیونه ډالر لیلام کړي دي.
د پنجشنبې په ورځ د هیواد په بازارونو کي يو امريکايي ډالر په ۷۱،۴۰ افغانۍ تبادله کیدی.
د راپورونو له مخي، په افغانستان کي د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته امریکا تر اوسه له افغانستان سره نږدې ۲،۱ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.