د افغانستان برېښنا شرکت وايي چي د هلمند د کجکي بند د برېښنا ظرفیت به راتلونکی کال ۱۵۰ میګاواټه ته لوړ سي

د برېښنا شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالباري عمر ویلي، چي ۷۷ ترکي شرکتونه په بېلابېلو برېښنايي پروژو کار کوي چي ځیني د تخنیکي څېړنو په پړاو کي دي او پر ځینو عملي کار پیل سوی دي.

ده همداراز وویل، برېښنا شرکت په تېرو درې میاشتو کي د ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پروژې ډیزاین کړي، چي پکښي د باد، ګاز، ډبرو سکرو او لمریزي برېښنا پروژې شاملي دي.

د برېښنا شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالباري عمر پخوانیو چارواکو او زورواکو ته خبرداری ورکړی چي که د برېښنا پورونه ورنه کړي شتمنۍ به یې ضبط سي.

د ده په وینا،  د تېر نظام پر دولتي ادارو، چارواکو او زورواکانو ۱۳ میلیارده افغانۍ د برېښنا پور پاته دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *