د افغانستان د تکواندو ملي لوبډله چي ۱۳ لوبغاړي او ۲ روزونکي لري، د قزاقستان په نړۍوالو ازادو سیالیو کي د ګډون له پاره دغه هیواد ته تللې ده.
افغان لوبغاړي به په دغو سیالیو کي د تنکيو ځوانانو او لویانو په کټګوریو کي سیالي وکړي.
د يادوني وړ ده چي د لویانو سیالۍ د اګسټ په ۱۴مه او د تنکيو ځوانانو لوبي د همدې میاشتي په ۱۵مه نېټه ترسره کېږي.