د افغانستان د ازادۍ جبهې د کابل په لويديځ کي یوې ښوونځي ته څېرمه چاودنه غندلې او ویلي ئې دي

د افغانستان د ازادۍ جبهې د کابل په لويديځ کي یوې ښوونځي ته څېرمه چاودنه غندلې او ویلي ئې دي، چي په دې پېښه کي له ۵۰ ډېر کسان، چي ډېری ئې کوچني زده‌کوونکي دي، ټپیان سوي دي.
دغي جبهې په یوه خبرپاڼه کي د پېښي د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې.
دغه جبهه ادعا کوي چي دا ډول بریدونه د هزاره او شیعه وګړو پر وړاندي د بریدونو د لړۍ دوام دئ او د ط..البانو د امنیتي ادعاوو په اړه ئې هم نیوکه کړې ده.

د ازادۍ جبهې له نړۍوالي ټولني غوښتي چي د پېښي په اړه خپلواکه څېړنه وکړي.