د افغانستان د ازادۍ جبهې څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغي جبهې د شنبې په ورځ تر غرمې وروسته د غور ولايت په مرکز فيروزکوه ښار کي د ط..البانو پر يوې غونډي بريد کړی.
په خبرپاڼه کي ويل سوي چي په دغه بريد کي درې ط..البان وژل سوي او درې نور ټپيان دي.
د ازادۍ جبهې ويلي، چي تر برید وروسته د دوی کسان په خوندي ډول خپل ځايونو ته تللي دي.
تر اوسه ط..البانو د افغانستان د ازادۍ جبهې د دغي ادعا په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.