د باسکټبال فدراسیون ویلي، چي د افغانستان د باسکټبال ملي لوبډلي د لوبغاړو ټاکلو په موخه به راروانه اوونۍ له ۱۳ ولایتونو څخه ۱۲۰ ورزشکاران ګډون وکړي.
د باسکټبال فدراسیون پرون د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي، چي د افغانستان د باسکټبال ملي لوبډلي لپاره د لوبغاړو ټاکلو په موخه به راروانه اوونۍ له ۱۳ ولایتونو څخه ۱۲۰ ورزشکاران ګډون وکړي.
دغه فدراسیون خبرپاڼي له مخي، د باسکټبال ملي لوبډلي لوبغاړو ټاکلو ۴۵ پړاو سیالۍ به د ۱۴۰۳ کال د تلي ۲۲ مه په کابل کي پیل سي.
دغه سیالۍ به د ۱۳ ولایتونو څخه د ۱۳ لوبډلو په ګډون پیلېږي، چي له ۱۲۰ لوبغاړو به یوازي ۱۸ تنه غوره سي.