د افغانستان د بیا رغوني لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سرمفتش دفتر (سیګار) وايي چي د طالبانو له بیا حاکم کېدو وروسته ملګرو ملتونو د بشري مرستو لپاره لازمه بودیجه نه ده ترلاسه کړې

سیګار د ایکس په پاڼه په خپور کړي راپور کي ویلي، ملګرو ملتونو چي په ۲۰۲۴ کال کي په افغانستان کې اړمنو افغانانو ته د بشري مرستود برابرولو لپاره ۳.۰۶ میلیارد ډالرو بودیجه غوښتې وه، نړیوالي ټولني ورته د اکتوبر د تیري میاشتي تر ۲۲ پوري یوازي ۳۷ فیصده برابره کړې وه.

سیګار وایي، د بودیجې د کمښت له امله په افغانستان کي تر ډېره ښځي او کوچنیان اغیزمن کیږي او ډیری یې دا مهال یوازي مرستو ته په تمه دي.