د افغانستان د جیت کاندوی په نوم د رزمي ورزش پنځه لوبغاړي په نړیوالو سیالو کي د ګډون لپاره ازبکستان ته تللي دي

د افغانستان د ورزش او بدني روزني ریاست د بیان له‌‌مخي، د دې ریاست او د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې په ملاتړ پنځه لوبغاړي او یو څلور کسیز پلاوی تاشکند ته استول سوي دي.

په دغو لوبو کي چي ټاکل سوې، د نومبر له لومړۍ تر شپږمي نېټې په تاشکند کي ترسره سي، ۱۴ هېوادونه ګډون کوي او لوبغاړي یې په یوولسو ورزشي څانګو کي لوبیږي.