د افغانستان د خبريالانو د ملاتړ سازمان په خپله تازه خپره سوې خبرپاڼه کي د پاکستان د حکومت له خوا د افغان خبريالانو پر نيول کېدو اندېښنه ښودلې ده او د پاکستان د دولت څخه ئې غوښتي چي د افغان خبريالانو د نيول کېدو او افغانستان ته د هغوی د جبري اخراج لړۍ دي و دروي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي امن هيوادون دي د خطر سره مخ افغان خبريالان انتقال کړي؛ تر څو افغانستان ته د يادو خبريالانو د جبري اخراج مخه ونيول سي.
دغه سازمان دغه راز د نړۍوالو بشري سازمانو څخه هم غوښتي چي پر پاکستان دي فشار زيات کړي؛ ترڅو د افغان خبريالانو د نيولو څخه لاس واخلي.
دا په داسي حال کي ده، چي د پاکستان دولت په دغه هيواد کي د افغان خبريالانو نيول چټک کړي او هڅه کوي، چي دغه افغان خبريالان بېرته افغانستان ته انتقال کړي.