د افغانستان د خبريالانو مرکز: ط..البانو په دې وروستيو کي ۷ خبريالان نيولي

د افغانستان د خبریالانو مرکز څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي په تېرو درو اونیو کي اووه خبریالان او د رسنیو فعالان د ط..البانو د استخباراتو او د امر ب.المعروف او نهی عن المنکر وزارت د کارکوونکو له خوا په مرکز کابل او ولايتونو کي نيول سوي دي.
د افغانستان د خبريالانو مرکز د ط..البانو د خوا د خبريالانو او رسنيو د فعالانو پر نيول کېدو خواشيني ښودلې او د دغو خبريالانو نيول کېدل ئې د رسنيو او د بيان د آزادۍ په وړاندي ستر خنډ بللی دئ.
ياد مرکز د ط..البانو د ادارې څخه غوښتنه کړې ده، چي د خبريالانو د نيولو او بندي کولو څخه دي لاس واخلي او افغان خبريالان دي پرېږدي چي په بې طرفه توګه د ولس ستونزي راپورته او ټولني ته ئې وړاندي کړي.
د افغانستان د خبريالانو د مرکز د ط..البانو پر حکومت ږغ کړی، چي نيول سوي افغان خبريالان دي ژر تر ژره ازاد کړي او د رسنيو او خبريالانو حقوقو ته درناوی وکړي.