د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل تازه کلني راپور کي ويلي

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل تازه کلني راپور کي ويلي، چي د ۲۰۲۵ ميلادي کال په اوږدو کي د افغانستان د رسنیو او خبریالانو پر آزادو فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګول سوي دي.
د راپور له مخي، د رسنیو او خبریالانو پر حقونو د تېرو کلونو پرتله ډېر زیات فشارونه وارد سوي دي.
دغه مرکز وايي، چي سږ کال د رسنیزو سرغړونو ۲۰۵ بېلابېل موارد ثبت سوي، چي په کښي د دوو خبریالانو وژل کېدل، د درې نورو ټپي کېدل، او ۳۴ تنه ژورنالستان نیول شامل دي.

د یاد مرکز د معلوماتو له مخي، دا مهال پنځه خبریالان د ط..البانو له خوا بنديان سوي. راپور زیاتوي، چي په تېرو دولسو میاشتو کي د نیول سوو خبریالانو اعترافونه په زوره خپاره سوي، ښځینه خبریالاني له مهمو خبري غونډو څخه منع سوي او د دوی ږغونه د ژونديو خپرونو پر مهال سانسور سوي دي.
په دغه راپور کي د رسنیو د سانسور او فشار کچه سږ کال تر بل هر وخت لوړه ښودل سوې ده.
راپور دا هم ښيي چي د هیواد په ۱۷ ولایتونو کي د ژونديو موجوداتو د انځورونو خپرولو بندیزونه لګېدلي او له ۲۰۲۴ کال راهیسي دا بندیزونه ۲۳ ولایتونو ته رسېدلي دي.

سربېره پر دې، په تېرو دولسو میاشتو کي دوه ټلویزیوني چینلونه او دوې راډیوګاني د امنیتي او سیاسي ستونزو له امله تړل سوي دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ټینګار کوي چي پر رسنیو او خبریالانو د محدودیتونو دوام د بیان آزادي او د رسنیو راتلونکی له سختو ننګونو سره مخ کړی دئ.