د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه د زمري په ۲۸مه لمانځل کېږي

د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کلیزه د زمري په ۲۸مه لمانځل کېږي.
دغه ورځ د ۱۹۱۹ کال هغه تاریخي بریا یاد دئ، چي افغانستان د غازي امان الله خان په مشرۍ له بریتانیا څخه خپله سیاسي خپلواکي ترلاسه کړه.
غازي امان الله خان د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو ترڅنګ د هیواد د پرمختګ او آبادۍ له پاره هم هڅي وکړې.

نوموړي باور درلود چي یو هیواد هغه مهال پیاوړی کېدای سي چي خپلواک وي، خلګ ئې تعلیم ولري او د خپل هیواد د پرمختګ له پاره کار وکړي.
د هغه د واکمنۍ پر مهال د پوهني، قانون، دولتي ادارو او نورو برخو کي د اصلاحاتو هڅي پیل سوې او د افغانستان د عصري کولو له پاره یو شمېر ګامونه واخیستل سول.
د خپلواکۍ دا ورځ افغانانو ته دا پیغام ورکوي چي د وطن مینه یوازي په خبرو نه، بلکي په عمل کي څرګندېږي. د هیواد د آبادۍ له پاره کار کول، علم زده کول، ملي یووالی ساتل او د افغانستان د پرمختګ له پاره هڅه کول د ریښتیني وطنپالني مهمي نښي دي.

د غازي امان الله خان د مبارزې تر ټولو مهم درس دا دئ، چي خپلواکي یو تاریخي ویاړ دئ، خو د هغې ساتنه او د هیواد جوړول د هر افغان ګډ مسؤلیت دئ.