د افغانستان د خبريالانو ملاتړ ادارې د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي د ط..البانو له خوا د لسو تنو خبريالانو پر نيول کېدو اندېښنه ښودلي او په خبره ئې چي د افغان خبريالانو نيول کېدل د بيان د ازداۍ پر وړاندي په ښکاره ډول خنډ دئ او ط..البان بايد د دغه کړنو څخه لاس واخلي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، د ط..البانو له خوا د نيول سوو خبريالانو وضيعت لا تراوسه پوري روښانه نه دئ.
دغه سازمان له ط..البانو غوښتي چي د خبریالانو نیول پای ته ورسوي او نیول سوي خبریالان دي ژر تر ژره ازدا کړي.
په دې اعلامیه کي راغلي: ((موږ له نړۍوالي ټولني غواړو چي په افغانستان کي د رسنیو د وضعیت پر وړاندي چپ پاته نه سي او د افغان خبریالانو د خوندیتوب او د بیان د ازادۍ د تامین له پاره دي عملي ګامونه پورته کړي.)