د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني اعلان کړی، چي د افغان سوداګرو، صادرونکو او د خصوصي سکتور یو ۱۰۰ کسیز پلاوي ازبکستان ته سفر کړی دئ.
دغه پلاوی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني د مرستيال ارين زلګي عظيمي په مشرۍ ازبکستان ته تللی دئ.
د مسؤلینو په وینا، د دې سفر اساسي موخه د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراخول، د پانګوني جلبول او د دواړو هيوادونو ترمنځ اقتصادي همکارۍ پیاوړي کول دي.
ټاکل سوې چي افغان پلاوی به هلته له ازبک چارواکو او سوداګرو سره وګوري او د سوداګرۍ، صادراتو او ګډو پانګونو په اړه به خبري وکړي.