د افغانستان د سپورټ او بدني روزنې ریاست په یوه بیان کي ویلي، چي د تیکواندو د آی‌ټي‌اف د نړیوال جام لوبي پرون پای ته ورسېدې

په بيان کي راغلي، په‌‌دې لوبو کي افغان لوبغاړي امیرعلي‌زاده په ۵۹ کیلوګرامه وزن کي د سپینو زرو د مډال او د نړۍ د نایب اتل د مقام په ګټلو بریالی سو.

په‌‌دې لوبو کي چي د ازبکستان په پلازمېنه تاشکنډ کي ترسره سوې، د نړۍ د ۲۰ هیوادونو لوبغاړو برخه اخیستې وه.

په يادو سیالیو کي بل افغان لوبغاړي رحمت‌الله حبیبي هم ګډون کړی وو، خو د مډال په ګټلو بریالی نه‌سو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *