د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي د روان ۱۴۰۳ هجري لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کي یې له منځۍ آسیا هیوادونو سره د ۶۸۴ ملیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه کړې ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد وایي، په یاده اندازه سوداګرۍ کي صادرات او واردات دواړه ترسره سوي دي.

د نوموړي په وینا په دې شمېره کي ۶۰ ملیونه صادرات ترسره  او ۶۲۴ ملیونه یې واردات دي چي په تېرو پنځو میاشتو کي د منځنۍ آسیا له هیوادونو سره سوي دي.

د کرنیزو پوهانو په باور افغانستان یو کرنیز هیواد دی او ډېری صادراتي توکي یې کرنیز محصولات دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شمېرو له مخي افغانستان په کال کي کابو ۱۰ ملیارده ډالره راکړه ورکړه لري چي له دې ډلي یې ۲ ملیارده ډالره صادرات او ۸ ملیارده ډالر یې واردات دي.