د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی

د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی، چي برازیلی روزونکی خوزه انتونیو نوګیرا د دغه هيواد د فوټبال ملي لوبډلي د نوي مشر روزونکي په توګه ټاکل سوی دئ.
د فدراسیون د معلوماتو له مخي، له نوموړي سره نن په کابل کي یو کلن رسمي تړون لاسلیک سو. چارواکي وایي، تمه ده چي نوګیرا به د ملي لوبډلي د تخنیکي ظرفیت د لوړولو، د لوبغاړو د فزیکي چمتووالي او د نړۍوالو سیالیو له پاره د قوي ټیم د جوړولو په برخه کي مهم رول ولوبوي.
فدراسیون زیاتوي، چي نوی روزونکی به په لنډ وخت کي د لوبغاړو ارزونه پیل کړي او د راتلونکو تمریني کمپونو او سیالیو له پاره به چمتووالی ونیسي. ټاکل سوې ده چي هغه به له ملي لوبډلي سره خپل رسمي تمرینات هم ژر پیل کړي.