د افغانستان د فوټبال فدراسیون د فوټسال کمېټې اعلان کړی چي د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د کانټیننټال په سیالیو کي د ګډون په موخه تایلنډ ته روانه سوه

د کانټینینټال فوټسال سیالۍ به د وږي له ١٠مي څخه تر وږي ١٦مي پوري د تایلنډ په کوربتوب ترسره کيږي.

په دغو سياليو کي افغانستان، تايلنډ، ګواتيمالا، کويټ او نيوزيلنډ برخه اخلي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د وږي په ۱۲مه له ګواتیمالا سره وکړي.