د افغانستان د فوټبال فدراسیون : د فوټسال لوبډلي تمرینات د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کي روان دي

د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن پر خپله فېس‌بوک‌ پاڼه لیکلي چي، د فوټسال لوبډلي تمرینات د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کي روان دي.

د دغه فدراسیون د معلوماتو له‌مخي، په ازبکستان کي د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام کي د افغانستان لومړۍ لوبي ته ۳ ورځي پاته دي.

افغانستان، ارجنټاین، اوکراین او انګولا په سي ګروپ کي شامل دي او د افغانستان لومړۍ لوبه به د یک‌شنبې په ورځ د انګولا پر وړاندي وي.

افغانستان د تلي میاشتي په ۱۹مه نېټه په تاشکند کي د مراکش لوبډلي ته په یوه دوستانه لوبه کي څلور پر درې ماته ورکړه.

تر دې وړاندې افغانستان په یوه بله دوستانه لوبه کي له پاراګوای سره ۲-۲ مساوي لوبه وکړه.