د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله له بحرین سره سیالي لري

ټاکل سوې چي د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د اسیا د ملتونو جام سیالیو په لړ کي خپله دریمه لوبه نن دوشنبه د بحرین پر وړاندي وکړي.
دغه لوبه د افغانستان پر وخت ماښام شپږ نیمي بجې په ټایلنډ کي پيلیږي.
تېره پنجشنبه افغانستان خپله لومړۍ لوبه درې د یو پر وړاندي ایران ته بایللې وه خو د شنبې په ورځ بیا د افغانستان لوبه د کویټ سره درې د دریو پر وړاندي مساوي ختمه سوې وه.
د اسیا د ملتونو جام د ۲۰۲۴م کال د فوټسال سیالۍ د ټایلنډ هیواد په کوربه توب د ۱۶ لوبډلو په ګډون سره تیره چهار شنبه پیل سوې او تر رارواني یکشنبې پوري به دوام ولري.
افغانستان په دغو سیالیو کي له کویټ، بحرین او ایران سره په یوه ګروپ کي شامل دی.