د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلي د نړیوال جام د شپاړلس غوره لوبډلو په پړاو کي له پاراګوای څخه ۳ـ۱ ماته وخوړه

دغه سیالي چي د چهارشنبې په ورځ د ازبکستان په کوربتوب تر سره سوه، د لوبي په لومړۍ نیمايي کي افغانستان یو ګول وهلی وو، خو پاراګوی هېڅ ګول نه و وهلی.

د لوبي تر ټاکلي وخته پوري پاراګوای هم یو ګول ترسره کړ او په دې سره لوبه تر ټاکلي وخته ۱ـ۱ مساوي روانه وه.

د پاراګوای لوبډلي په ورکړل سوي اضافي وخت کې دوه نور ګولونه هم ترسره کړل او په دې سره یې د کوارټرفاینل پړاو ته لار پيدا کړه.

افغانستان د دې سیالۍ په بایللو سره په نړیوال جام کي له مخکي تګ څخه پاته سو.

دا لومړی ځل و چي د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په نړیوال جام کي لوبېږي او په خپلي لومړۍ لوبه کي یې خپل سیال مات کړی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *