د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلي فوټسال سیالیو د نړیوال جام د ۱۶ غوره لوبډله حذفي مرحلې ته لاره وکړه

افغان لوبډله د «يي او اف» لوبډلو د سیالیو له پایلو وروسته دغه مرحلې ته ووتله.

افغانستان په ګروپي لوبو کي دوې بایللي او یوه ګټلې وه او د یو منفي‌ګول په لرلو سره یې د څلورو اضافي لوبډلو په ډله کي یې بلي مرحلې ته لاره وکړه.

د پاناما لوبډلي تاجیکستان ته ماته ورکړه او د افغانستان په پرتله د پاناما د ډېرو ګولو توپیر افغانستان ته بل پړاو ته د وتلو لاره هواره کړه.

افغانستان به د را رواني سه شنبې په ورځ له برازیل سره او بیا له پاراګوای سره په حذفي مرحله کي مخامخېږي.

د پرتګال، مراکش، برازیل، تایلنډ، پاراګوای، هالنډ، ارجنټاین، اوکراین، اسپانیا، قزاقیستان، ایران، فرانسه، کوستاریکا، کروشیا، افغانستان او احتمالا لیبیا به د ۱۶ لوبډلو حذفي مرحلې ته لاره کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *