د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په نړیوال جام کي خپله لومړۍ سیالي ترسره کړه چي د انګولا هیواد ته یې شپږ پر څلور ماته ورکړه

دغه سیالي د ازبکستان د پلازمېني تاشکند په هومو لوبغالي کي ترسره سوه.

د دې لوبي په لومړۍ نیمایي کي افغانستان ۵ او انګولا دوه ګولونه وهلي وه او په دویمه نیمایي کي انګولا دوه نور او افغانستان یو ګول وواهه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه اکبر کاظمي وګټله.

افغانستان به خپله دویمه سیالي د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د ارجنټاین پر وړاندي ترسره کوي.

د فوټسال نړیوال جام په ازبکستان کي روان دی چي ۲۴ ټيمونه پکښي برخه لري.