د افغانستان د ملي احصایې او معلوماتو اداره خبر ورکوي چي په ۱۴۰۳ کال کي په هيواد کي ۴.۸۳ میلیون متریک ټنه غنم تولید سوي دي

دې ادارې په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي د ریموټ سینسنګ ټکنالوژۍ او د سپوږمکۍ د تصویرونو په کارولو سره یې د کرل سویو غنمو ساحې معلومي کړي چي پر اساس یې سږ کال د غنمو تولید د تېر کال پرتله ۱۰ سلنه زیات دی.

د دې اټکل پر بنسټ، په ۱۴۰۳ کال کي د غنمو د کر ساحه په ټول هيواد کي ۱۲.۲ میلیون هکتاره وه چي له دې څخه ۱.۳۸ میلیون هکتاره یې اوبیزه او ۷۳۶ زره هکتاره یې للمي ده.

د کرل سویو غنمو ساحه د هيواد د ټولي کرنیزي مځکي ۷۰ سلنه جوړوي.

راپور ښيي چي سږ کال اوبیزه ساحه ۲.۸ سلنه او للمي ساحه ۸.۲ سلنه زیاته سوې، چي اصلي دلیل یې پر وخت موسمي بارانونه او د کوکنارو پر ځای د غنمو کرل وو.

تر ټولو زیات اوبیز غنم په هلمند، کندهار، فراه او کندوز ولایتونو کي کرل سوي دي، او د للمي غنمو تر ټولو ډېر کښت په تخار، هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو کي سوئ دئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *