د افغانستان د والیبال ملي لوبډله د اسیایي هیوادونو په سیالیو کي د ګډون په موخه ازبکستان ته ولاړه

د والیبال فدراسیون چارواکي وايي چي د والیبال ملي لوبډلي لوبغاړي د پنجشنبې په ورځ له کابله د تاشکند په لور روان سول.

د منځنۍ اسيا دا سيالۍ د رواني مياشتي له ١٨مي نېټې څخه تر ٢٥مي نېټې پوري د افغانستان، ترکمنستان، قرغزستان، نيپال، مالديف، سريلانکا، بنګله‌دېش او بوتان د واليبال د ملي ټيمونو په ګډون د ازبکستان په کوربه توب پيلېږي.

تر دې وړاندي د افغانستان د والیبال ملي لوبډلي په وروستۍ نړیواله درجه بندۍ کي ۶۱ او په اسیا کي ۱۵م مقام خپل کړی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *