د افغانستان د والیبال ملي لوبډلي نن یک‌شنبه د مرکزي اسیا په سیالیو کي خپله درېیمه لوبه له مالديپ سره ترسره کړه چي ۳ د صفر پر وړاندي یې وګټله

افغان لوبډلي په نننۍ سیالۍ کي درې سیټه په غټ توپیر وګټل او په روان ټورنمنټ کي یې خپله لومړۍ بریا ثبت کړه.

افغانستان تر دې وړاندي ترکمنستان او ازبکستان ته سیالۍ بایللي دي.

افغان لوبډله به د ګروپي پړاو دوې نورې سیالۍ له تاجکستان او قرغیزیستان سره ترسره کړي.

د مرکزي اسیا د والیبال سیالۍ د تېري جمعې په ورځ د شپږو هیوادونو په ګډون سره د ازبکستان په پلازمېني تاشکند کي پیل سوي دي او د اکټوبر تر ۲۴مي نېټې به دوام ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *