د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي د درې یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کي بنګله‌دېش ته ۲ـ۱ ماتي ورکړه

د لوبلړۍ وروستۍ سیالي د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کي د وسوه چي د ۵ وېکټو په توپیر افغانستان وګټله.

بنګله‌دېش د پچي تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه او د ۸ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې پنځوس اورونه پوره ولوبول او ۲۴۴ منډي یې وکړې.

د یادي لوبډلي په ګټه محمدالله ۹۸ او د دې سیالۍ لوبډلمشر مهدی حسن مېراز ۶۶ منډي وکړې.

په افغان توپ اچونکو کي عظمت‌‌الله عمرزی تر نورو ښه وځلېد، چي ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

افغانستان ورکړل شوی هدف د لوبي په ۴۸.۲ اورونو کي د ۵ وېکټو په له لاسه ورکولو سره پوره کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *