د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي مخکښ ورو توپاچوونکي راشد خان په شلاوریزو نړۍوالو سیالیو کي د ۲۰۰ ویکټو په ترلاسه کولو سره نوی ريکارډ جوړ کړ.
نوموړي د زیمبابوۍ پر وړاندي په دویمه شلاوریزه لوبه کي د سیالي لوبډلي لوبغاړی تادیواناشه ماروماني وسوځاوه او خپله ۲۰۰مه ویکټه ئې واخیسته.
د کرکټ نړۍوالي شورا د شمېرو له مخي، راشد خان په ۱۲۰ لوبو کي دې شمېر ته رسېدلی او لومړنی توپاچوونکی دئ، چي په شلاوریزو نړۍوالو سیالیو کي ۲۰۰ ویکټي ترلاسه کوي.
د انګلستان عادل رشید د ۱۷۱ ویکټو په لرلو سره په دې برخه کي دوهم ځای لري.