د افغانستان له نولس کلنو کم عمره لوبډلې ديکشنبې په ورځ عمان ته د اتو وېکټو په توپیر ماته ورکړه. افغان لوبډلي ۲۰۲۶ نړۍوال جام ته د غوراوي پړاو په دغه یو ورځنۍ سیالۍ کي د عمان د نولس کلني لوبډلي د ۹۱ منډو هدف د خپلو دوو لوبغاړو په سوځېدو د لوبي په ۱۲ اور کي پوره کړه.
په ننۍ لوبه کي د افغان لوبډلي تکړه ځوان ورو توپ اچوونکي حفیظ ځدراڼ د عمان نوولس کلنې لوبډلې پر وړاندې بهترینه توپ اچونه وکړه. نوموړي په خپلو ۱۰ اورونو کي یوازي ۱۱ منډي ورکړې او ۲ ویکټې ئې ترلاسه کړې، چي له امله ئې د لوبي غوره لوبغاړی ونومول سو .
ټاکل سوې ده چي افغان لوبډله به خپله دویمه لوبه سبا (دوشنبه) د سهار په ۸ بجو او ۱۵ دقیقو د هانکانګ پر وړاندې ترسره کړي