د افغانستان سولي له پاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی

د افغانستان سولي له پاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وايي په افغانستان کي د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه باید بېرته پرانستل سي.
هغه د ښځو د نړۍوالي ورځي په مناسبت پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چي د شپږم ټولګي پورته زده‌کړو له پاره د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دي بېرته خلاصي کړي.
خلیلزاد ویلي، د نجونو زده‌کړي د هيواد د پرمختګ او ټولنیزي هوسایني له پاره حیاتي ارزښت لري.