د افغانستان فوټبال فدراسیون ویلي دي چي، د بېلابېلو زونونو په کچه یې د فوټبال پیل کړي سیالۍ پای ته ورسېدې

د یاد فدراسیون د خبرونو پر اساس، دغه سیالۍ د افغانستان اتلانو لیګ ته د لارموندنې پړاو وو، چي تر دې وروسته به یې غوره لوبډلي په بل پړاو کي ولوبیږي.

د یادو سیالیو په ترڅ کي د جنوب ختیځو ولایتونو د لوبډلو اتلولي د ننګرهار، د غربي ولایتونو اتلولي د هرات، د شمال ختیځو ولایتونو اتلولي د کندز، د جنوب لوېدیځ ولایتونو اتلولي د هلمند او د شمالي ولایتونو اتلولي د بلخ ولایتونو اړوندو کلبونو وګټلې.

فوټبال فدراسیون نه‌دي ویلي چي، د افغانستان اتلانو لیګ سیالیو بل پړاو به په کوم تاریخ پیليږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *