د افغانستان له پاره د بريتانيا ځانګړي استازي ريچارډ لينډسي د ط..البانو د چارواکو سره د ليدني پرمهال ويلي

د افغانستان له پاره د بريتانيا ځانګړي استازي ريچارډ لينډسي د ط..البانو د چارواکو سره د ليدني پرمهال ويلي، چي ط..البان او پاکستان دي خپل منځي روان اختلافات نور پای ته ورسوي او ستونزي دي د خبرو د لاري حل کړي.
ريچارډ لينډيسي سره په ليدنه کي د ط..البانو د رئیس الوزرا د دفتر مشر ملاعبدالواسع ويلي، چي ط..البانو د جګړې پيل نه دئ کړی او په خبره ئې چي د جګړې غوښتونکي هم نه دي. هغه ويلي چي ط..البان يوازي د خپلي خاوري څخه دفاع کوي او د تاوتريخوالي هڅه نه کوي.
هغه په ياده ليدنه کي ويلي دي، چي نړۍوال دي يوه خپلواکه څېړنه وکړي او د تاوتريخوالي اصلي عاملين دي روښانه کړي؛ ترڅو د تاوتريخوالي مخه نيول سوې وي.

دغه راز په ياده لیدنه کي د افغانستان له پاره د بریتانيا ځانګړي استازي د پاکستان او ط..البانو ترمنځ د اختلافاتو پر کمېدو ټينګار کړی.