د افغانستان له پاره د بريتانيا ځانګړي استازي ريچارډ لينزي ويلي

د افغانستان له پاره د بريتانيا ځانګړي استازي ريچارډ لينزي ويلي، چي د بريتانيا دولت د افغان مېرمنو ملاتړ کوي او د هغوی تر څنګ ولاړ دئ.
د هغه په خبره چي ښځي باید د افغانستان په سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي برخو کي په بشپړه توګه داخلي وي؛ ترڅو افغانستان بشپړي سولي او ثبات ته ورسېږي او د ټولو د حقونو رعايت په کښي سوی وي.
هغه د ط..البانو غوښتي، چي افغان مېرمنو ته خپل حقونه ورکړي او اوسني محدوديتونه دي نور پای ته ورسوي.