د افغانستان له پاره د همغږۍ کمېټې (SCA)، چي مخکي د «افغانستان له پاره د سویډن کمېټې» په نوم پېژندل کېده، خپله کلنۍ ناسته ترسره کړه او په دې غونډه کښي ئې پر ط..البانو ږغ کړی، چي د افغانستان د خلګو په وړاندي خپل مسؤولیتونه ادا کړي. دې کمېټې ټینګار کړی، چي ط..البان باید د عامه خدمتونو پراختیا ته لومړیتوب ورکړي او د نجونو او ښځو د حقونو او آزادۍ درناوی وکړي.
په دغه ناسته کښي د افغانستان د اوسني وضعیت په هر اړخيزه خبري سوي. په غونډه کښي ګډونوالو، چي ډېری ئې د بشري حقونو فعالان، د مدني ټولني استازي او د بېلابېلو سازمانونو غړي وو، د افغانستان د خلګو د ژوند د ښه کولو او د بشري حقونو د خوندیتوب په اړه خپلي اندېښني او نظرونه شريک کړل.
دوی د ط..البانو لهخوا پر ښځو او نجونو لګول سوي محدودیتونه په کلکه وغندل او زياته ئې کړل، چي دا محدودیتونه د بشري حقونو د بنسټیزو اصولو سره په ټکر کښي دي.
په ياده ناسته کښي ويل سوي، چي ط..البان د افغانستان د خلګو پر وړاندي مسؤولیت لري او باید د عامه خدمتونو لکه روغتیا، ښووني او روزني او نورو اړینو برخو په پراختیا کښي جدي ګامونه پورته کړي. د نجونو او ښځو د حقونو او آزادۍ درناوی باید تضمین سي، ځکه دا د یوه با ثباته او سولهییز افغانستان له پاره اړین شرط دئ.