د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت وایي، په افغانستان کي د پاکستان د هوايي بریدونو پر مهال د ملکي وګړو د وژل کېدو په اړه باید حساب ورکول سي.
بنت ویلي، په وروستیو بریدونو کي د ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو وژل کېدل د توجیه وړ نه دي او د ملکي وګړو وژل کېدل د بشري حقونو او نړۍوالو بشري قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده.
په ورته وخت کي پاکستان ویلي، هوايي بریدونه ئې په کنړ او هلمند کي د ترهګرو پر پټنځایونو کړي او ۲۲ کسان ئې وژلي دي.
خو د ط..البانو ویاند ذبیحالله م.جاهد ادعا کړې چي په دغو بریدونو کي د ملکي وګړو کورونه په نښه سوي، چي ۹ کسان د ښځو او ماشومانو په ګډون په کښي وژل سوي او ۱۱ نور ټپیان سوي دي.
یوناما هم ویلي چې په دغو بریدونو کي لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي وژل سوي او ۹ نور ټپیان دي.