د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنټ د لاهور په کنفرانس کي ويلي، چي پاکستان دي د خپلي خاوري څخه د خطر سره د مخ افغان کډوالو د شړلو لړۍ و دروي.
ريچارډ بېنت د پاکستان څخه غوښتي چي خپلي نړۍوالي ژمني دي عملي کړي او د افغان کډوالو د جبري ستنولو څخه دي لاس واخلي.
ريچارډ بېنت د خپلي وينا پر مهال د افغانستان وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو له پاره خوندي نه دئ بللی او په خبره چي افغان مېرمني په افغانستان کي د خپلو حقونو څخه بې برخي دي.
د هغه په وينا چي خبريالان، مدني فعالان، قومي مشران او د تېر نظام سرتېري د ط..البانو له خوا د خطر سره مخ دي او پاکستان ئې بايد د ايستلو څخه ډډه وکړي او د کډوالۍ نړۍوالو اصولو ته دي ژمن پاته سي.