د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) ویلي، چي په افغانستان کي د اوبو د کمښت ستونزه ورځ تر بلي ډېريږي.
د دغه دفتر په وينا چي د اوبو کمښت د خلګو پر ورځني ژوند، روغتیا او اقتصادي وضعیت ناوړه اغېزې لري.
د یاد دفتر په خبره ښځي او ماشومان د اوبو د ترلاسه کولو له پاره تر ټولو ډېري ستونزي ګالي او له ډېرو لېرو سيمو څخه د کورنيو اړتياوو د پوره کولو له پاره اوبه راوړي.
یوناما د ملګرو ملتونو د راپور له مخي ویلي، چي د پاکو اوبو محدود لاسرسی نه یوازي د خلګو پر روغتیا او معیشت منفي اغېز لري، بلکي موجودي ټولنیزي او جنسیتي نابرابرۍ هم ژوروي.
دغه بنسټ د اوبو د سرچینو د ساتني، اغېزمن مدیریت او عادلانه لاسرسي پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي ئې دي چي د دې ستونزي د حل له پاره دوامدارو او عملي اقداماتو ته اړتیا ده.