د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر (يوناما) ويلي

د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر (يوناما) ويلي، چي په هرات ولايت کي د اسلامی حجاب د نه مراعاتولو په نوم د افغان مېرمنو نيول کېدو اندېښمن کړي دي.
یوناما په خپره کړې اعلامیه کي ټینګار کړی، چي د خلګو د ازاد تګ راتګ حق باید خوندي وساتل سي او له اړوندو چارواکو ئې غوښتي چي د بشري حقونو اړوند ژمنو ته پاملرنه وکړي.
دغه سازمان ویلي چې د یادو پېښو په اړه اندېښنه لري او وضعیت له نژدې څاري.

دا په داسي حال کي ده، چي ط..البانو په دې وروستيو کي لسګونه مېرمني د حجاب نه مراعاتولو په تور نيولي او بندياني کړي دي.