د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر وايي، واشنګټن ته تللې، څو د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالي روزماري ډیکارلو او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کي د امریکا له ځانګړي استازي رینا امیري سره د دوحې د ناستو په اړه خبري اتري وکړي.

اغلې ډیکر دا خبري پرون چهارشنبه په یوه بیان کي کړي دي.

ډیکر ویلي، په یوې ناسته کي يې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال جان باس سره په افغانستان کي د زده‌کړو په اړه خبري کړي دي.

د هغې په خبره، زده‌کړه د انسانانو بشري حق دی، خو اوسمهال د افغانستان نیم وګړي له دې حقه محروم دي.

د ۲۰۲۱م په اګست کي پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسي، له شپږم ټولګیو پورته ښوونځیو ته د نجونو پر تګ بندیز لګول سوی او د ۲۰۲۲م کال په ډسمبر کي نجوني له پوهنتوني زده‌کړو هم راوګرځول سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *