د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ په کندهار کي پرونی برید غندلی

وېسټ نن جعمه پر خپله ایکس ‌پاڼه دا برید “بې رحمه ترهګریز” برید بللی دی.
بل خوا اسلامي دولت نومي ډلي یا داعش د کندهار د ځانمرګي برید د مسولیت اخیستلو تر څنګ د برید کوونکي انځور هم خپور کړی دی.
اسلامي دولت خراسان (ISKP) د خپلي رسنیزي څانګي اعماق له لاري په یوه اعلامیه کي د برید پړه منلې او لیکلي یې دي، چي طالبانو ته یې مرګ ژوبله په کښي اړولې ده .
په اعلامیه کي د دغه ځانمرګي بریدګر نوم معاویه پنجشېری یاد سوی، چي ادعا کیږي لسګونه طالبان یې وژلي او ژوبل کړي دي.
د کندهار د امنیه قومندانۍ په اعلامیه کي هم ویل سوي وه چي دغه برید “د يوه تن ځانمرګي خوارج له خوا” سوی دی او خوارج اصطلاح د داعش ډلي لپاره کارول کیږي.
داعش په افغانستان کي واک ته د طالبانو له ګرځېدو راوروسته د ځینو خونړیو ځانمرګو او نورو بریدونو مسوولیت منلی دی.
د اسلامي امارت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد وړاندي ویلي وه، چي واک ته د دوی له رسېدو وروسته د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو له خوا په سویو بریدونو کي تر ټولو زیات د تاجیکستان او پاکستان وسله وال شامل وه.