د افغانستان متحدي جبهې د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي

د افغانستان متحدي جبهې د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د کندهار ولایت د عينومينې د ښارګوټي په يوه پارک کي ئې د ط..البانو د امرب.المعروف يو غړی ويشتلی او وژلی دئ.
دغي جبهې ويلي چي د ط..البانو دغه ډله ځوانان وهي، شکنجه کوي او نوري سزا وي ورکوي، چي له همدې امله به د دوی د‌ بريدونو په ليست کي شامله وي.
تراوسه ط..البانو د متحدي جبهې د دغي ادعا په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.